ترکیې ټولو حکومتي کارکوونکو ته امر کړی چې د رسمي چارو لپاره دې وټس اپ او تلګرام اپلیکشنونه نه کاروي. د ترکیې حکومت ویلي هېڅ دولتي مامور اجازه نه لري چې له دې وروسته رسمي پیغامونه د وټس اپ او ټلګرام په شان اپلیکشن کې یو بل ته واستوي. حکومت ویلي چې د سایبري امنیت لپاره یې دغه اقدام تر سره کړی دی او ددې پر ځای باید هغه اپلکیشن وکارول شي چې په ترکیه کې د ننه طراحي شوي دي. ترکیه وایي ځینې بهرنۍ کړۍ په دې توګه ددوی له معلوماتو استفاده کوي نو ځکه یې پر نه کارولو ټینګار کوي.
































