د پاسپورټ ریاست سر له نن څخه په افلاین بڼه یا پر کاغذي غوښتنلیکونو د پاسپورټونو د وېش بهیر له پېلېدو خبر ورکوي. د دغه ریاست رییس عبدالکریم حسیب وايي چې هېوادوالو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو او په بیړه د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره به دغه بهیر نن پيلوي. د کابل یو شمېر اوسېدونکي بیا د پاسپورټ د ویش له ټکني بهیره اندېښنه څرګندوي او وايي، له څو میاشتني انتظار وروسته هم پر دې نه دي توانیدلي چې پاسپورټ ترلاسه کړي. دوی له پاسپورټ ریاسته غواړي چې دغه ستونزه حل کړي او په کابل کې د پاسپورټونو د ویش مرکزونه زیات کړي. تر دې مخکې، د دغه ریاست رییس ویلي و، چې د راتلونکو څو میاشتو په ترڅ کې به په کابل کې د پاسپورټ د وېش نور مرکزونه هم جوړ شي.
































