د هلمند د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې شاوخوا ۵۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د ترافیکو مدیریت وايي، د موټرو د ثبت او راجستر په پنځه میاشتنۍ پروسه کې یې ۳۷ زره موټر ثبت او راجستر کړي دي. د مسوولینو په خبره د روان کال دریو ربعو کې یې ۵۶ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي او د هلمند د مستوفیت له لارې یې د افغانستان بانک ته تحویل کړي دي. د ترافیکو مدیر ویلي، زرګونه هغه موټر لا پاتې دي، چې ثبت شوي خو پلیټونه یې لا نه دي ترلاسه کړي. نوموړی وايي، د روان کال تر پایه د ۹۰ میلیونه افغانیو عواید د راټولېدو اټکل یې کړی دی.
































