د بلخ ولایت د شورتېپې ولسوالۍ په بشرلي سیمه کې د امو سیند د سواحلو د بېړنیو تحکیماتو چارې پيل شوې. د مسوولینو په خبره له دې مخکې د دې ولسوالۍ په دریو کلیو کې د تحکیماتو چارې پایته رسېدلي دي، خو د سیمې د اوسېدونکو د غوښتنې له مخې په بشرلي کلي کې یې هم د سواحلو د ټینګولو چارې پيل کړي دي. د شور تېپې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په وروستیو میاشتو کې د امو سیند په سواحلو کې د کاریګرانو حقوق د دوی له لوري ورکول شوي دي، خو له دې وروسته باید د حکومت له بودجې ورکړل شي. د امو سیند د تحکیماتو رییس چې د دغې پروژې د پرانیستې په موخه بلخ ولایت ته تللی دی وايي، چې په ډيریو سیمو کې د کاریګرانو حقوق د حکومت له لوري ورکول کېږي.
































