د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د مخابراتي خدمتونو له امله ۱۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړل شوي دي. د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مطیع الله عابد وایي چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو سره سم د مرکز په ګډون شپږو ولسوالیو کې ١١نوي مخابراتي سایټونه فعال شوي او په مجموعي ډول د دغه مخابراتي سایټونو شمېر ۷۵ ته رسېږي. هغه زیاته کړه چې د یادو سایټونو د چوپړتیاوو له کبله ۱۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړل شوي دي.
































