د بهرینو چارو وزارت سیاسي مرستیال وایي، که څه هم د کډوالو د راتګ بهیر ښه مدیریت شوی، خو لاهم اړتیاوې شته او د پوره کولو لپاره یې نړیوالو مرستو ته په تمه دي. نوموړي د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پاول کلومن بکن سره په کتنه کې ویلي، سرپرست حکومت د کډوالو لپاره پر وخت هر ډول خدمات چمتو کړي دي.
هغه دغه راز په افغانستان کې وروستي پرمختګونه بې ساري بللي دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، دواړو لورو په دې لیدنه کې پر یو شمېر نورو دوه اړخیزو او سیمهییزو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.
































