د پکتیکا د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو د یاد ولایت له زیړوک څخه د خوست ترسپېرې ولسوالۍ پورې د غځېدلي لس کیلو متره سړک د بشپړېدو خبر ورکړی دی. د پکتیکا ولایت د ارګون نه تر زیړوک او د خوست ولایت تر سپيري ولسوالۍ پورې د غځیدلي سرک چارې، چې څلور ۴ میاشتي مخکې د کورنیو چارو وزارت سرپرست په مالي ملاتړ چې ټول سړک ۱۶ کیلومتره کېږي د اوس لپاره یې ۱۰ کیلومټره سړک چارې بشپړې او پاتې کارونه به یې د راتلونکي کال د وري په میاشت کې پیل شي. د پکتیکا ولایت د ټولګټو چارو رئیس محمد اکبر عادل وویل، یاد سړک چارې په پوره شفافیت سره روانې دي او ټول کار هاډ کټ دی او زیات وخت نیسي چې په جوړېدو سره یې خلک د امن په فضا کې تګ راتګ کولای شي.
































