د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې سبا خپله لومړۍ شل اووریزه لوبه کوي. دا لوبه د پنجاب په موهالي ښار کې ترسره کېږي. افغانستان او هندوستان درې شل اووریزې لوبې لري چې لومړۍ د جنوري په ۱۱مه پنجشنبه ماښام، دوهمه یکشنبه د جنوري ۱۴مه او درېیمه او وروستۍ د جنوري په ۱۷مه بله چهارشنبه ترسره کوي. که څه هم په دې سیریز کې د افغان ټيم لوبډلمشري ابراهیم ځدراڼ کوي، خو راشدخان هم په ټیم کې شته. په راشدخان سربېره نور با تجربه لوبغاړي محمد نبي، مجیب الرحمن، رحمن الله ګربز، نوین الحق، فضل الحق فاروقي او ځینې نور ځوان لوبغاړي هم په ټیم کې شامل دي. هندوستان هم خپله تکړه توپ وهونکي روهیت شرما او ویرات کوهلي تر څه باندې یو کلن ځنډ وروسته ټیم ته راوستي.
































