د لغمان د برېښنا ریاست مسوولینو د یاد ریاست په عوایدو کې د ۸۰ میلیونه افغانۍ عوایدو د زیاتوالي خبرورکړی دی. د لغمان د برېښنا رییس عمرګل نایب وايي، چې د تېر ۱۴۰۱ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې یې ۱۳۷میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي و، چې سږکال د لومړیو ۹ میاشتو عواید ۲۱۷ میلیونه کېږي نو له همدې امله سږکال ۸۰ میلیونه افغانۍ زیاتوالی ښيي او د زیاتوالي لامل یې پر وخت د برېښنا د مصارفو راټولول او په قسط وار ډول له پور وړو د پیسو اخیستل دي. نوموړي زیاته کړه، چې د دې کال په بهیر کې د برېښنایي شبکو د ترمیم چارې په منظم ډول ترسره شوې، د نوي ترانسفرمرونو په نصب سره سلګونه کورنیو ته برېښنا رسېدلې ده.
































