د افغانستان کرکټ بورډ وايي، افغان ورو توپ اچوونکی راشدخان د ملا د درد له امله هند سره د لوبو له لړۍ کېنول شوی دی. د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ویلي، که څه هم راشدخان به هند کې خپلو تمرینونو ته دوام ورکړي، خو هند سره درېو شل اوریزو لوبو کې به ونه لوبېږي. سید نسیم سادات وايي، کرکټ بورډ هندوستان سره د لوبلړۍ د نوملړ د اعلان پر وخت هم دا خبر ورکړی و چې ښايي راشدخان هندوستان لوبو کې ونه لوبېږي. راشدخان هند کې د کرکټ د پنځوس اوریز نړیوال جام وروسته د ملا د درد له امله تر درملنې لاندې وو او نوموړي د ملا جراحي عملیات کړي دي. له همدې امله متحده عرب اماراتو سره د افغان لوبډلې په لوبلړۍ کې هم ونه لوبېده.
































