بلومبرګ نشریه د امریکايي ادارو له قوله وایي چې تازه په امریکا کې د خوړو د وضعیت په اړه نظرپوښتنه شوې ده. په دې نظرپوښتنه کې له ۲۴۹ میلیونه کسانو سره خبرې شوې او له دې ډلې ۳۰ میلیونه وګړو ویلي چې کافي خواړه نه لري. بلومبرګ لیکي چې دمګړی د امریکا ۳۰ میلیونه وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي او امریکایي حکومت باید په دې تړاو اقدام وکړي. د سرچینې په خبره بیکاري هم په امریکا کې اوج ته رسېدلې ده او دمګړی دغه هېواد له اقتصادي رکود سره مخ دی. په مطلب کې راځي چې په امریکا کې د اقتصادي رکود او همدا راز خوړو د کمښت اصلي لامل د کرونا ویروس چټک پراختیا او له درکه یې رامنځ ته شوی بحران دی.
































