د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا پرون پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي چې ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره ۳،۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده. اوچا وایي، دا مهال په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د مالوماتو له مخې په افغانستان کې ناورینونه، طبیعي پېښې او بې وزلي د افغانانو لپاره جدي ننګونې دي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر میاشت کې ویلي و چې د بودیجې او مالي ملاتړ د نشتوالي له امله یې له افغانستان سره خپلې مرستې ۱۰ میلیونه کسانو ته کمې کړي او اوس په دغه هیواد کې یوازې له ۳میلیونو ته کسانو سره مرستهکيږي.
































