روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۶۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۶ زره او ۵۳۸ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۱۰ کسان مړه شوي او ۶۵ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو شمېر ۱ زر او ۲۸۱ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۲۵ زره او ۵۴۴ ته لوړ شوی دی.
































