د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي ویلي، چې په دغه ولایت کې د سټروسو ۱۰ بڼونه او ۵ شنې خونې جوړېږي. د یاد ولایت د کرنې ریاست د چارواکو په وینا دا بڼونه د تودوخې د کنټرول، د اکسیجن د تولید او همدارنګه د خاورې د تخریب د مخنیوي په برخه کې خورا رغنده رول لوبوي او همدا راز د بزګرانو لپاره هم د عاید ترلاسه کولو غوره سرچینه ده. ورته مهال کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې هلې ځلې کوي، څو د هېواد په کچه بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې ترویج کړي، چې په ډېره لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید ورسره زیات شي.
































