وروسته تر هغه چې ولسمشر ټرمپ وویل، ده په افغانستان کې د امریکایي وګړو د وژنې پر سر طالبانو ته د روسیې د انعام ورکولو په اړه له خپل روسي سیال سره خبرې نه دې کړې، د امریکا مخکښه سناتوره او راتلونکو ټاکنو کې د جوبایډن مرستیالۍ ته نومانده الزابټ وارن وایي، ډونالډ ټرمپ ته د امریکایانو تر ژوند د روسیې ګټې مهمې دي. نوموړې زیاته کړې، د امریکا استخباراتو راپور ورکړی دی چې روسیې په افغانستان کې د امریکایي وګړو د وژنې پر سر طالبانو ته پیسې ورکړې دي خو ټرمپ دا خبره نه مني او دومره ورته بې ارزښته ده چې لږ تر لږه د یادې موضوع په اړه له پوتین سره خبرې هم نه کوي. هغې د خپلو خبرو پر دوام ویلي، دوی داسې ولسمشر ته اړتیا لري چې د مسکو تر ګټو د امریکایانو ژوند ورته ارزښت ولري نه د ټرمپ په څېر پردي پال او بې مسوولیته رییس جمهور ته.
































