د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر نن د څلورو شرکتونو له مسئولینو سره په هرات، بغلان او پروان ولایت کې د سرو زرو، اوسپنې، کرومايټ او ډبرو سکرو د لويو کانونو د ۴ ساحو قراردادونه لاسليک کړي دي. د مالوماتو له مخې پر يادو کانونو به د ۱۰ ميليارده ۱۵۰ ميليونه ۹۱۰ زره افغانيو په ازرښت پانګونه وشي. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، په جوړه شوې غونډه کې د یادو قراردادونو په اړه بشپړ معلومات ورکړل او دا یې هم وویل ویل چېد “حضرت بلال خالد لیمتد شرکت” د ۱۵۱ میلیونه ۷۲۸ زره ۱۹۵ افغانیو په ارزښت، په ۱.۶ کیلومتره مربع ساحه کې د هرات د کرخ ولسوالۍ د ډبرو سکرو د استخراج او پروسس په برخه کې پانګونه کوي او دغه فابریکه بیا په کال کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت خلکو ته ټولنیز خدمتونه وړاندې کوي.
































