د افغانستان بانک د افغانیو د ثبات ساتلو لپاره سبا شنبه ۱۴ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي. دغه بانک پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې له سوداګریزو بانکونو ، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غواړي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. د افغانستان بانک تر دې مخکې هم د هغه څه په خاطر چې د افغانیو د ثبات ساتل بلل شوي، میلیونونه ډالر لیلام کړي دي. پرون د کابل په شهزاده سرای کې یو امریکايي ډالر په ۷۰ افغانۍ او ۷۵ پوله تبادله کېده.
































