په تېرو ۹ میاشتو کې له کندهاره د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د نږدې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه میوه صادرته شوې ده. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په دې موده کې ۷۵ زره ټنه وچه میوه صادره شوې ده. بلخوا یو شمېر سوداګر بیا د سپين – بولدک چمن د لارې له تړل کېدو له امله د تېر په پرتله د وچې میوې په صادراتو کې د کموالي خبره کوي. افغان سوداګر داسې مهال د سپین بولدک – چمن لارې تړل کېدو له امله له دې لارې د افغان سوداګرو د صادراتو د کموالي خبر ورکوي، چې یوې سرچینې رسنیو ته د دې لارې د خلاصون اړوند د افغانستان او پاکستان د پلاوو تر منځ په وروستۍ ناسته کې د پرمختګ خبر ورکړی او ویلي یې دي، تمه ده چې دغه لاره د پخوا په څېر د سوداګریزو چارو پر مخ بېرته پرانیستل شي.
































