د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر په کابل کې د څلورو شرکتونو له مسوولینو سره د لويو کانونو د څلورو ساحو د قراردادونو لاسليک کولو په مناسبت غونډه کې ویلي، چې په پنجشېر کې د زمردو ۱۷۰۰ کانونونه تثبیت شوي دي چې له دې جملې څخه۴۵۰ کانونه د دغه ولایت خلکو ته ورکړل شوي دي. نوموړي ویلي، چې د یادو کانونو ۱۰ سلنه عواید د سرپرست حکومت او ۹۰ سلنه یې د خلکو دي او اوسمهال د پنجشېر ۱۰ زره اوسېدونکي په دې برخه کې په مستقیم ډول په کار بوخت دي. د نوموړي د معلوماتو له مخې؛ په تېرو څلورو میاشتو کې د څه د پاسه دوه میلیونه ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت، زمرود استخراج او د رسنیو د استازو په شتون د داوطلبیو له لارې پلورل شوي دي.
































