د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، افغان پناه غوښتونکو ته د ویزو او په ترکیه کې د استوګنې د اسنادو د ورکړې ژمنه نه ده شوې. د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان پرون دا څرګندونې کړې دي. هغه د ترکیې په پارلمان کې د اپوزیسیون د عمده ګوند خلکو جمهوري ګوند د مرستیال دینیز دیمیر د پوښتنې په ځواب کې دا خبره کړې ده. تر دې مخکې داسې ګنګوسې وې چې د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر او د کابل لپاره د ترکیې د شارژدافېر او د سفارت د سرپرست جینک اونال ترمنځ په یوه تازه کتنه کې افغان پناه غوښتونکو ته د کاري ویزو د ورکړې پر قانوني کېدو خبرې شوې دي. په ترکیه کې وخت ناوخت افغان کډوال نیول کېږي او ځینې یې په ځانګړو الوتنو کې بېرته افغانستان ته لېږل کېږي.
































