د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د درې ورځني اوربند هرکلی کړی دی. د یاد کمیسیون له لوري د اختر مبارکي په مناسبت خپاره شوي پیغام کې راغلي، دغه کمیسیون په هېواد کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره له ښکېلو غاړو د اوربند غځېدو او د خبرو اترو ژر پيليدو غوښتنه کوي. د بشري حقونو کمیسیون په وینا، دوی تل د ملکي وګړو، ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو مرګ ژوبله غندلې او اوس د جګړې پر ښکېلو لوریو غږ کوي چې د اوربند په غځولو سره دې مذاکراتو ته لار هواره کړي څو له همدې لارې په هېواد کې د بدمرغې جګړې اور د تل لپاره مړ او افغانانو ته په سوله ییزه فضا کې د ژوند کولو زمینه برابره شي.
































