ملګرو ملتونو په ۲۰۲۴ کال کې له اړو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره خپل پلان اعلان کړی چې له مخې به یې په روان میلادي کال کې څه باندې ۲۳ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي که دوی له نړیوالې ټولنې څه باندې درې ملیارده ډالر مالي مرسته ترلاسه کړي، نو څه باندې ۱۷ میلیونه افغانانو سره به چې ګڼ شمېر په کې د ښځو او ماشومانو دی، بشري مرستې وکړي. ویل شوي د هغو کورنیو حالت تر نورو ډېر ناوړه دی چې سرپرستې یې د ښځو پر غاړه ده. اوچا ویلي له خپلو ملاتړو ادارو سره په ګډه یې د ۲۳ اعشاریه اووه میلیونو اړ افغانانو له ډلې ۱۷ اعشاریه ۳ میلیونه وګړي غوره کړي چې غواړي په روان ۲۰۲۴ کال کې ورسره بشري مرستې وکړي او د دې لپاره یې له نړیوالې ټولنې څه باندې ۳ ملیارده ډالر غوښتې دي.
































