په سویس کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خوندي تابه د صندوق څارونکی غړی انورالحق احدي سره له دې چې د امریکا څارونکې ادارې سیګار د راپور د ځینو برخو سره همغږی دی؛ خو وايي چې د ورکړل شوي راپور پایله او نتیجه یې بې بنسټه او خیالي ده. سیګار په تازه راپور کې ویلي و، داسې وېره شته چې له دغو پېسو نا سمه ګټه پورته شي. خو د افغانستان د سوداګرۍ پخوانی وزیر او په سویس کې د اماني صندوق د څارونکې ډلې غړی انور الحق احدي له رسنیو سره په یوه مرکه کې ډاډ ورکړی او ویلي یې دي یوازې دا چې دغه پیسې خوندي دي؛ بلکې تر دا مهاله یې شاوخوا ۱۹۰ مېلیونه ډالره ګټه هم کړې. دا چې سیګار ولې د افغانستان د دغې شتمنۍ په برخه کې د درغلیو اندېښنه څرګنده کړې او دغه راپورو په کومو اسنادو او لاسوندونو چمتو شوی، د سوداګرۍ پخوانی مرستیال وزیر مزمل شینواری وايي، دغسې راپورونه نن سبا تر ډېره خیالي او په هوايي خبرو راڅرخي، چې رښتینولی په کې کمه وي.
































