د کليو بيارغونې او پراختيا د سرپرست وزیر له لوري د نورستان ولايت کنتيوا ولسوالۍ کې د اوبو کانال جوړېدو د بنسټ ډبره کيښوده. ياد کانال چې بودجه يې د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت له لوري ورکول کېږي، د ۳ ميلیونه افغانيو په لګښت به د دوه نيمو مياشتو په موده کې بشپړ شي. د کليو بيارغونې او پراختيا سرپرست وزیر محمد يونس اخندزاده د ياد کانال جوړېدو د پيل په مراسمو کې وويل چې په ټول نورستان په ځانګړي ډول کنتيوا ولسوالۍ کې به په نږدې راتلونکي کې ګڼې نورې پروژې هم پيل کړي او نورستان يې په کاري لومړيتوبونو کې دی.
































