د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان د سرپرست حکومت کونسل د متحده عربي اماراتو جنرال کونسل څخه په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره د مرستو غوښتنه کړېده. په دې لېدنه کې افغان کونسل ویلي، چې لاهم ګڼ افغان کډوال د دې ښار په کمپونو کې اوسیږي او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري. تخاري غوښتنه کړې، چې د متحده عربي اماراتو مرسته کوونکي بنسټونه وهڅوي چې په پاکستان کې په افغان مېشتو سیمو کې روغتونونه، ښوونځي جوړ کړي.
































