د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اوویزه لوبه کې پاکستان ته د ۴۶ منډو په توپیر ماته ورکړه. نیوزیلنډ دې لوبه کې پاکستان ته د ۲۲۷ منډو هدف ورکړی و چې پاکستان یوازې ۱۸۰ منډې جوړې کړې. پاکستان له ټاکل شویو ۲۰ اورونو څخه ۱۸ اورونه ولوبول او ۱۸۰ منډو کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.
































