پاکستان د هند له لوري له فرانسې څخه د نظامي تجهیزاتو پر اخیستو اندېښنه څرګنده کړې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشې فاروقي ویلي، د هند له لوري د نظامي تجهیزاتو پېرلو سیالي به سیمه نوره هم ناکراره کړي. نوموړې زیاته کړې، د ملګرو ملتونو او نورو څېړنیزو بنسټونو د راپورونو له مخې، هند په ټوله نړۍ کې د نظامي تجهیزاتو دویم ستر واردونکی هېواد دی او په خبره یې؛ دا چاره به د نظامي تجهیزاتو سیالي لا ګرمه او سیمه به نوره هم بې ثباته کړي. نوموړې دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې هندي رسنیو راپور ورکړی دی چې هند د رافیل جنګي الوتکو تر اخیستو وروسته له فرانسې سره د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو یو بل تړون هم لاسلیک کړی دی.
































