د خوست د مرکز په ګډون په ځینې ولسوالیو کې ۱۱ روغتیايي مرکزونه چې، ودانۍ هم جوړې شوي لا هم غیر فعال دي. د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، د یادو مرکزونو د غیر فعال پاتې کېدو له امله د خپلو ناروغانو د درملنې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د خوست د عامې روغتیا ریاست بیا د دغو مرکزونو د نه فعالېدو لامل د تشکیل کمېښت بولي، خو ډاډ ورکوي، چې ډير ژر به فعال شي. دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د خوست اوسېدونکو په دغه ولایت کې د کم کیفیته درملو له پلور کېدو هم اندېښنه څرګنده کړې وه.
































