د هیواد ملي سوداګر میرویس عزیزي هرات ته د خپل سفر پرمهال، د زنده جان ولسوالۍ په سیاه آب کلي کې زلزله ځپلو ته جوړ کړی ښارګوټی ګټې اخیستنې ته وسپاره. دغه ښارګوټی نږدې ۳۰۰ کورونه لري او پر جوړېدو یې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی. دا ښارګوټی په معیاري او اساسي توګه جوړ شوی دی چې ماشومانو ته د لوبو ځای، جومات، ښوونځی، روغتیايي مرکز او د اوبو رسولو سیستم ته پکې ځای ورکړل شوی دی.
































