د بلخ ولایت کروندګر او بڼوال په دغه ولایت کې د سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي. دوی له سرپرست حکومت څخه غواړي، چې د دې ولایت په ولسوالیو کې د دوی د محصولاتو د ذخیره کولو لپاره معیاري سړې خونې جوړې کړي. د بلخ د کرنې ریاست چارواکي وايي، هڅه کوي، چې په دغه ولایت کې د کروندګرو او باغ لرونکو د اړتیاوو پر بنسټ معیاري سړې خونې جوړې کړي. په افغانستان کې د تازه میوې د زیرمه کولو لپاره د سړو خونو نشتوالی یوه لویه تشه بلل کېږي، چې تر اوسه ورته پام نه دی شوی او دغه مسله د دې لامل شوې چې د افغانستان میوه په ټیټه بیه وپلورل شي او یا هم ضایع شي.
































