د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس نور محمد حنیف وايي، د تورخم دروازه نن سهار د پاکستان له لوري یوځل بیا د ټرانزیټ پرمخ وتړل شوه. د نوموړي په خبره، د دروازې تړلو لامل د پاکستان له لوري د بار وړونکیو موټر چلوونکو د پاسپورت او ویزې غوښتنه ده، چې د افغان حکومت له لوري هم له پاکستاني موټر چلوونکو د ویزې او پاسپورت غوښتنه کېږي او اوس لپاره دواړو خواوته د موټر تګ راتګ بند دی.
































