د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د اختر په مناسبت د شوي درې ورځني اوربند هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې د مصالحې عالي شورا تشکیلات د حکومت له رهبري، ملي او سیاسي شخصیتونو سره په تفاهم بشپړ شوي او په نږدې راتلونکي کې به د یادې شورا لومړنۍ ناسته هم ترسره شي. د مصالحې عالي شورا د اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، افغانان تر بل هر وخت ډېر د سولې خبرو لومړني پړاو ته نږدې شوي او دوی هڅه کوي د سولې خبرو پر وړاندې پرتې ستونزې ژر تر ژره حل کړي. د یادې شورا په خبره، دوی د سولې تر خبرو مخکې او دغه راز د خبرو په جریان کې د تاوتریخوالي د کچې پر کمولو ټینګار کوي او په همدې توګه غواړي دایمي اوربند ته لار هواره شي. پیغام کې وړاندې راغلي چې د زندانیانو دخلاصون پروسې په بشپړېدو سره د خبرو پر وړاندې کومه بله بهانه نه ده پاتې او تمه ده بین الافغاني مذاکرات هم ژر پیل شي.
































