د عامې روغتیا سرپرست وزیر د پاکستان د عامې روغتیا له وزیر ندیم جان سره کتلي دي. په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې د همکارۍ او په دې برخه کې د یوې واحدې حل لارې په اړه خبرې کړې دي. د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغان ناروغانو لپاره د ویزو د ستونزو د حل، په پاکستان کې د افغان ډاکټرانو لپاره د تخصص پروګرام او په افغان روغتونونو کې د درملو او طبي وسایلو د برابرولو په اړه هم خبرې کړې دي.
































