د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې له پاکستانه ۴۰۵ تنه کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول. د تورخم د سرحدي امریت د راپور له مخې، ۴۳ کورنۍ چې ټولټال ۲۲۳ تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته راستنې کړای شوې دي. دوی وایي، د کډوالۍ په ریاست کې تر ثبتېدو وروسته دغه کډوال د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي. له بلې خوا په کندهار ولایت کې د سپین بولدک د سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۳۶ کورنۍ چې ټولټال ۱۸۲ کسان کېږي په جبري توګه هېواد ته ستنې کړای شوې دي. دغه کډوال په کډوالۍ ریاست کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړۍوال پروګرام او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
































