د خوست ولایت ځایي چارواکو د دغه ولایت د تڼیو ولسوالۍ اړوند ترخېلو کلي کې د یوه چکډېم د چارو دپیل خبر ورکړی دی. د یاد ولایت ځايي چارواکو ویلي، دغه پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت د ۲ملیونو افغانیو په لګښت پلې کېږي د دوی په وینا، د چکډیم په جوړولو سره به په لسګونو جریبه ځمکه د سېلابونو له تخریب څخه وژغورل شي او ترڅنګ به یې د سیمې لسګونو کارګرو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي. د یادولو وړ ده، چې د دې پروژې په پیل سره د سیمې خلکو خوښي څرګنده کړې او د مسوولینو هڅې یې ستایلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو ویلي، دوی په پلان کې لري، چې په دغه ولایت کې ۱۸ نور چکډېمونو هم جوړ کړي.
































