د سرپرست حکومت اداري مرستیال د ملي پراختیا امارتي شرکت له رییس عبدالرحمن عطاش سره لیدنه کې ویلي، چې د قوشتیپې کانال په څېر د لویو پراختیایي پروژو پلي کول د سرپرست حکومت له لومړیتوبونو څخه دي، چې په بشپړولو سره یې له یوې خوا خلکو ته د کار زمینه برابریږي او بل لوری د هېواد له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته کوي.په دې لیدنه کې د ملي پراختیا شرکت رییس، د قوشتیپې کانال پروژې د لویې برخې د چارو د بشپړېدو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې د یاد شرکت له لوري په یو شمېر نورو پراختیایي پروژو هم کار روان دی.
































