ځينې دیني علماوو او قومي مشرانو په یوې غونډه کې له سرپرست حکومته وغوښتل چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازې پرانیستو لپاره اقدام وکړي. دغو علماوو او قومي مخورو ویلي چې هېواد په بېلابېلو برخو کې د ښځو حضور ته اړتیا لري او د زدهکړو دروازې باید د هغوی پر مخ تړلي نه وي. بلخوا، د دې غونډې ځينې ګډونوال له سرپرست حکومته تمه لري چې په اقتصادي او پراختیايي برخو کې د متخصصو کسانو ګومارلو ته پام وکړي او د خلکو پر مشروع غوښتنو هر اړخیز غور وکړي. بل پلو، د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال چې د کابینې له یو شمېر غړو سره یې په دې غونډه کې حضور درلود، ډاډ ورکړ چې د هېوادوالو پر ټولو غوښتنونو او اندېښنو به غور وشي.
































