د سرپرست حکومت چارواکي وايي، چې ټاکل شوې چې د بېلابېلو هېوادونو له هغې ډلې د ترکیې، روسیې، ایران، ازبکستان او قزاقستان هېوادونو لوی شرکتونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. د سرپرست حکومت ویاند ویلي چې ځينې دغه هېوادونو په روان زیږدیز کال کې د کانونو، د انرژۍ د تولید او د اوبو د بندونو په برخو کې به پانګونه وکړي. نوموړی ټینګار کوي، چې د سرپرست حکومت چارواکي په افغانستان کې له بهرنیو پانګوالو سره همکاري کوي. بل پلو، اقتصاد وزارت وايي چې د بهرنیو هېوادونو د پانګوالو ډېره پاملرنه د کرنې، سوداګرۍ، انرژۍ، د رېل پټلۍ او د بېخ بنایي پروژو په برخو کې جلب شوې ده. د کانونو او صنایعو خونه او د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغانستان د بیخ بناوو په بېلابېلو برخو کې بهرنۍ پانګونه ګټوره ګڼي او زیاتوي چې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه شته.
































