د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، په کابل کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې ویلي، چې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ملي تفاهم اړین دی. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې یې له اوتنبایوا سره د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانېستلو، په افغانستان کې د روان وضعیت، د ملګرو ملتونو د ارزونې راپور او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د تازه تصویب شوي پریکړه لیک په اړه بحث او خبرې کړې دي. کرزي په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ملي تفاهم اړین بللی او له افغانستان سره یې د دوست ملتونو له همکاریو او د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو له امله مننه کړې ده.
































