د افغانستان د ويلچر باسکيټبال لوبډلې د اسيايي او اوقيانوسي سيالو په لړ کې د سعودي عربستان لوبډلې ته ماتې ورکړه. د ویلچر باسکېټبال آسیايي او اوقیانوسي سیالۍ نن د ټایلنډ په کوربتوب د یاد هېواد په بانکوک ښار کې پیل شوې او ټاکل شوې، چې ۱۳ ورځې به دوام وکړي. په یادو سیالیو کې د افغانستان ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې هم ګډون کړی دی، چې نن یې په خپله دویمه لوبه کې سعودي عربستان ته د ۷۹- ۴۴ نمرو په توپیر ستره ماته ورکړه او دویمه بریا یې خپله کړه. په دغو سیالیو کې افغانستان له نیوزیلنډ، فلیپین او متحده عربي اماراتو سره لوبیږي.
































