د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د دې وزارت د لرغون پېژندنې رياست مسلکي پلاوي د څو ورځنیو څېړنو په ترڅ کې د جوزجان په خواجه دوکوه، فیضاباد او د دې ولایت په مرکز کې ۱۵ لرغونې سیمې پېژندلې دي. یاد وزارت زیاتوي، چې له دې سيمو یې خټين لوښي، مهرې او یوه سکه پیدا کړي، چې لرغونتوب یې له دوهمې تر ديارلسمې میلادي پېړۍ رسيږي.
































