د کندوز ولایت د ترافیکو مدیریت مسوولین وایي، چې په تېرو نهه میاشتو کې یې ۵۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. په ورته وخت کې د دې ولایت اوسېدونکي د ترافیکو مدیریت له لوري دوی ته له رامنځته شویو اسانتیاوو څخه خوښي ښيي او وايي، چې د ښار د ننه ترافیکي نظم کې ښه والی راغلی او په ادارو کې د ولس پر مخ هیڅ ډول ستونزه شتون نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د کندوز د ترافیکو مدیریت عواید د تیر په پرتله دوه برابره زیات شوي دي.
































