د کندهار د سپين بولدک او چمن ترمنځ پر دروازه د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځيانو تر منځ جګړه پیل شوې. ویل کیږي، پاکستاني ملیشو د مسافرو پر وړاندې له وسلو کار اخیستی چې په دغه پېښه کې دوې ښځې، درې نارینه او څلور ماشومان وژل شوي او ۷۵ تنه نور ټپیان دي. د سرچینې په خبره افغان سرحدي ځواکونو يې پر وړاندې غبرګون ښودلی او دا مهال د پاکستاني او افغان سرحدي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده. د راپورونو له مخې مسافرو له تیرو څو ورځو راهیسې د چمن-سپین بولدک د لارې د خلاصیدو غوښتنه کوله، خو نن یې صبر تمام شوی او پر دروازه یې د افغانستان لوري ته د اوښتو هڅه کړې ده. ځايي خبریالان وايي، چې د کندهار امنیه قوماندان تادین خان او د سرحدي لوا قوماندان جنرال انور انبیا سپين بولدک ولسوالۍ ته رسېدلي دي.
































