د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسوولین وايي، په څلورو ولایتونو کې له اغاخان بنسټ او اروپاني فونډیشن سره په تفاهم د څه باندې ۸۱ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۳۹۳تنو ته د شپږو میاشتو لنډ مهاله حرفوي زده کړې برابرې شوې. هغوی نن په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې زیاته کړې چې د یادو بنسټونو په همکارۍ په کابل، بغلان، ډایکنډي، بامیانو او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې په مختلفو برخو کې ۱۳۹۳تنو د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې. د یادې دارې د ثبت او تشخیص امر روح الله هوتک وویل چې یاده اداره د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مسلکي کادرونو په روزنه کې فعالیت کوي او دمګړۍ په اساسي زده کړو کې ۸۶ زره ۲۱۱ تنه زده کوونکي او محصلین له ځان سره لري. هغه زیاته کړه چې له دغو دواړو موسسو څخه چې تفاهم ورسره شوی، هر یو یې په جلا ډول خپله بودجه لګوي.
































