د کليو، بيارغونې او پراختيا وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د کاپيسا ولايت په ۶ بېلابېلو ولسواليو کې د څه باندې ۱۲ ميليونو افغانيو په لګښت سربندونه او کانالونه جوړېږي. د یاد وزارت ویاند ویلي، چې له دې جملې څخه د یاد ولایت په تګاب او حصه اول ولسوالیو کې د یو سربند او دوو کانالونو د جوړولو چارې پرون ورځ پيل شوې دي .د مالوماتو له مخې د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي او همدا راز د دغو پروژو په بشپړېدو سره به په اړوندو برخو کې د يادو ولسواليو د خلکو ستونزې تر یوې کچې هوارې شي.
































