د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ددغه هیواد د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېدو وړاندیز کړی دی. ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي، چې د راتلونکې نومبر میاشتې په ټاکنو کې په انلاین او مجازي ډول د رایو کارول د لاسوهنو خطر ډیروي او که همداسې وشي، نو دا ټاکنې به د امریکا د تاریخ تر ټولو نیمګړې او له درغلیو ډکې ټاکنې وي. ټرمپ په دغه ټویټ کې وړاندیز کړی، چې له دا ډول ټاکنو څخه تر هغو د ټاکنو ځنډول ښه دي، چې خلک پکې په خپله په سمه او سالمه توګه رایه وکارولی شي. د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د ټرمپ دیموکرات سیال جوبایډن لا په تیر اپریل کې ویلي و، چې ټرمپ ښايي د کرونا وبا په پلمه د ټاکنو د ځنډېدو وړاندیز وکړي، خو نوموړي هغه مهال دا موضوع په کلکه رد کړې وه.
































