د ٧٧ ترکي شرکت مرستيال بوراک اونسال د اوبو او برېښنا له سرپرست وزیر سره په کتنه کې په افغانستان کې د بادي برېښنا د توليد په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې. په دې کتنه کې بوراک اونسال د هرات بادي او سروبي ۲ برېښنا د توليد پروژو په برخه کې د پانګونې خبر ورکړى دى. همداراز په دې کتنه کې دواړو لورو د ګډو همکاریو د دوام او پراختیا په هکله هم خبرې کړي او یو بل ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
































