د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د ښاري ترانسپورټي خدماتو پر کمښت نیوکې لري. دوی وايي، چې په ساعتونو ساعتونو په تمځایونو کې په تمه پاتې کېږي، خو د ملي بسونو د نشتوالي له لامله پر وخت خپلو کارونو ته نشي رسېدلی. دوی د ملي بس له تصدۍ غواړي، چې د کابل ښار په بېلابېلو مسیرونو کې ملي بسونه فعال کړي. د ملي بس د تصدۍ رییس بیا وايي، د مګړۍ په کابل ښار څه باندې ۱۴۰ ملي بسونه فعالیت لري. د ملي بس تصدۍ وايي، چې هېواد ته د نورو ملي بسونو د رالېږلو په اړه هم له هندي چارواکو سره خبرې روانې دي.
































