ایراني رسنیو د دغه هېواد د خراسان رضوي ولایت د سرحدي قومندان، سردار مجید شجاع له خولې لیکلي چې په وروستیو لسو ورځو کې یې ۱۳ زره او ۸۵۲ تنه افغان کډوال ایستلي او د دوغارون په پوله کې یې افغان لوري ته سپارلي دي. په ورته مهال، د ایران د سیستان او بلوچستان د سرحدي قومندان ځایناستي، جواد رفیعي هم ویلي چې په تېره یوه اونۍ کې یې ۱۱ زره او ۶۶۹ تنه افغان کډوال له دغه ولایته ایستلي او له میلک پولې یې افغانستان ته ستانه کړي دي.
































