تېره شپه د لوګر مرکز پل علم ښار کې د ولایت مقام ته نږدې د موټر په وسیله د شوې چاودنې له امله ۸۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لوګر د ولايتي شورا ریيس حسيب الله ستانکزي ويلي په چاودنه کې ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۶۰ تنو ډېر نور ژوبل شوي دي. ستانکزی وایي، په وژل شويو او ټپيانو کې د ملي اردو سرتېري هم شته. خو کورنيو چارو وزارت ویلي، چې په دې چاودنه کې، اته تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر ۴۰ زیات ټپيان دي. وسله والو طالبانو ویلي چې دوی په دې چاودنه کې لاس نه لري او بلې ډلې یې مسوولیت تر اوسه نه دی اخیستی.
































